د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې خپله پنځمه لوبه هم وګټله

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د والیبال د اتلولیو د سیالیو په ترڅ کې خپله پنځمه  لوبه هم  ۳ د صفر پر وړاندې وګټله.

1696646
د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې خپله پنځمه لوبه هم وګټله

 

د والیبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  په ډي‌ ګروپ کې خپله  وروستۍ او پنځمه  سیالۍ  د هالنډ پر وړاندې  ۳ د صفر پر وړاندې وګټله.

د ویلو ده چې ترکیې تر اوسه پورې پنځه لوبې کړي‌ دي‌ چې ټولې ګټلي‌ دي.

د ترکیې د والیبال ملي‌ لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي‌ د رومانیا سره ، دویمه د اوکراین ، دریمه لوبه د  سویډن   او پنځمه لوبه د هالنډ سره وکړه.

ترکیې پنځه واړه سیالۍ په پرله پسې ډول سره وګټلې . په ډي‌ ګروپ‌ کې خپله وروستۍ او پنځمه لوبه د هالنډ نه وګټله .

والیبال لوبډله د اروپا د اتلولۍ پر لورې ګام په ګام پرمخ نږدې کیږي. د ویلو ده چې  ترکیې د والیبال لوبډلې د هالنډ لوبډلې ته چې په اروپا کې تر ټولو پياوړې لوبډله ده او اتلولي‌ يي هم ګټلې ده ماتې ورکړه. ترکیې هالنډ لوبډلې ته په ډیر غوڅه توګه یعنې د ۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.



اړوند خبرونه