ترکیې د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیاتو لومړنی د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

ترکیې ملي‌ غشي ویشتونکي‌ د توکیو ۲۰۲۰ په اولمپیاتو کې د سروزرو مډال ترلاسه کړ

1683175
ترکیې د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیاتو لومړنی د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

 

د توکیو ۲۰۲۰ د اولمپیاتو په اتمه ورځ‌ د ترکیې د ترکیې د غشي ویشتنې څانګې استازي‌ میتي ګازوز د غشي‌ ویشتنې د سیالۍ په پایلوبه کې خپل ایټالیوي‌ رقیب ماورو نیسپولي ته ۶ د ۴ پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره د سرو زورو مډال په ترلاسه کولو سره ترکیې ته لومړنی د سرو زرو مډال په ورپه برخه کړ.

د ترکیې د غشي‌ ویشتنې د څانګې استازي‌ میتي‌ ګازوز خپله لومړنۍ سیالي‌ د جولای په ۲۹ مه نيټه د لوکسمبورګ د هیواد د استازي‌ جیف هینکلس سره وکړه او خپل رقیب ته يي ماتې ورکړه.

همداشان دویمه سیالي خپل استرالیايي رقیب سره وکړه او خپل استرالیايي رقیب ته يي هم ماتې ورکړه.

همداشان دریمه لوبه يي هم د استرالیا د هیواد د بل غشي‌ ویشتونکي‌ سره وکړه چې هغه ته يي هم ماتې ورکړه او پدې ډول يي کواټر فاینل ته لار پيدا کړه.

همداشان هغه په کواټر فاینل  کې د امریکا د هیواد استازي‌ برادي ایلسن سره لوبه وکړه او د هغه په ماتولو سره يي نیمه  پایلوبې ته لار پيدا کړه.

په نیمه پایلوبه کې خپل جاپاني‌ رقیب سره لوبه وکړه او د هغه په ماتولو سره يي پایلوبې ته لار پيدا کړه.

په پایلوبه کې د ایټالیا د هیواد استازي‌ ماورو نیسپولي‌ سره لوبه وکړه او دا لوبه يي ۶ د ۴ پر وړاندې وګټله او پدې ډول يی اتلولي‌ خپله کړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددي‌ ستر بري‌ نه وروسته د میتي‌ ګازوز سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او هغه ته يي ددې ستر بري‌ له امله مبارکي‌ وویله .

ولسمشر اردوغان د هغه سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې غواړم ستا د مور او پلار نه  ته يي پدې ډول نیک صالح روزلی يي مننه وکړم. تا هیواد ته ستر افتخار ورپه برخه کړ. سترګې دې ښکلوم .



اړوند خبرونه