ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې تیره شپه د هالنډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د فیفا ۲۰۲۲ کال د اتلولیو د جام د غوراوي سیالیو په ترڅ کې خپل لومړني رقیب هالنډ ته ستره ماتې ورکړه.
1607985

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې تیره شپه خپله لومړنۍ سیالي د جي ګروپ کې د هالنډ د هیواد ملي لوبډلې سره وکړه.
دا سیالي ۴ د ۲ په مقابل کې د ترکیې په ګټه پایته ورسیده. ترکیې د غوراوي سیالیو لوبې د ۳ لمبرو په ترلاسه کولو سره پیل کړې.
د ترکیې او هالنډ سیالي د ترکیې په کوربه توب ترسره شوه.
پدې سیالۍ کې تر ټولو ښه د ترکیې د ملي لوبډلې کپټان بوراق یلمز وځلید. بوراق یلمز پدې سیالۍ کې رقیبې لوبډلې ته درې ګولونه ورکړل.
د سیالۍ لومړی ګول په ۱۵ دقیقه کې د بوراق یلمز لخوا ، دویم ګول په ۳۵ دقیقه کې هم د بوراق یلمز لخوا ، دریم ګول په ۴۶ مه دقیقه کې د حاکان چال خان اوغلو لخوا او څلورم ګول بیا په ۸۲ دقیقه کې د بوراق یلمز لخوا رقیبې لوبډلې ته ورکړل شو.
همداشان د ترکیې د ملي لوبډلې ګول کیپر د لوبې په ۹۰ جمع څلورمه دقیقه کې رقیبې لوبډلې یو پیناتي راوګرځو.
ترکیې ملي لوبډله به په جي ګروپ کې خپله دویمه سیالي د مارچ په ۲۷ مه نیټه د اسپانیا مالاګا په ښار کې د ناروې د لوبډلې سره وکړي. هالنډ لوبډله به په همدې ورځ د لیتونیا د لوبډلې سره په خپل کور کې سیالي وکړي.
اړوند خبرونه

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې دا ځل ناروې ته ستره ماتې ورکړه
د ترکیې ملي لوبډلې د هالنډ نه وروسته ناروې ته هم ستره ماتې ورکړه.