د نړۍ مشهور د ګولف لوبغاړی په ټرافیکي پیښه کې سخت ټپي شوی دی

د نړۍ په کچه د ګولف  د لوبې مشهوره څیره  امریکايي  لوبغاړی ټایګر ووډ د ټرافیکي پيښې  په نتیجه کې ډیر سخت ټپي شوی دی.

1589403
د نړۍ مشهور د ګولف لوبغاړی په ټرافیکي پیښه کې سخت ټپي شوی دی

 

ټایګر ووډ د امریکا د کالیفورونیا  په ایالت کې ټرافیکي پیښې نه وروسته په روغتون کې بستر شوی دی.

ځايي سرچینو ویلي دي چې دا پيښه په لاس انجلس ښار کې رامنځته شوې ده . د هغه موټر د ټرافیکي پیښې نه وروسته څو ملاقه خوړي او د سړک نه لاندې غورځیدلی دی.

ویل کیږي د پیښې نه وروسته هغه په موټر کې بند پاتې وو چې د ژغورنې ډلې د ډیرو زیاتو هلو ځلو په نتیجه کې وژغورل شو او په امبولانس کې روغتون ته انتقال شوی دی.

هغه په عاجله توګه عملیات شوی دی. ویل کیږي هغه  د خپو د ناحیې نه ډیر زیات ټپونه لیدلي دي.



اړوند خبرونه