د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د روسیې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ترکیې د فوټبال الف ملي لوبډلې پرون د یکشنبې ورځ د نوامبر ۱۵ مه د اویفا ملتونو د بي لیګ  د اتلولیو د سیالیو په ترڅ کې د روسیې ملي لوبډلې ته ۳ د ۲ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره ستر بری ترلاسه کړ.

1528382
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د روسیې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

 

د ویلو ده چې د ترکیې ملي لوبډلې ۳۶ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د روسیې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سیالۍ په ترڅ کې په ۲۶ مه دقیقه کې کنعان کارامان ، په ۳۲مه دقیقه کې جنګیز اوندر او په ۵۱ مه دقیقه کې بیا په پیناتي کې جینک توسون د ګول سره رقیبې لوبډلې ته درې ګولونه ورکړل.

همداشان د روسیې لوبډلې په ۱۱ مې دقیقه کې لومړی ګول او په ۵۷ مه دقیقه کې دویم ګول ترلاسه کړ.

ترکیې ددې سیالۍ د ګټلو سره خپلې لمبرې ۶ ته لوړې کړې او پدې ډول په خپله ډله کې مشرۍ ته دوام ورکړ.

د ویلو ده چې ترکیې ملي لوبډلې ۳۶ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره روسیې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. ترکیې په وروستي ځل د ۱۹۸۴ کال  دسپټمبر په ۶ مه نيټه روسیې ته ماتې ورکړې وه.

ترکیې د روسیې تر ننه پورې پورې په ترسره کړو سیالیو کې ۷ ګوله رقیبې لوبډلې ته ورکړي دي خو د تیرې ورځې په سیالۍ کې په یو ځل درې ګوله ورکړل.


پيوندونه: #فوټبال , #روسیه , #ترکیه

اړوند خبرونه