ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو ۲۰۲۰ جام په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې  د ایرو ۲۰۲۰ جام  د غوراوي  په سیالیو کې  د ایرو ۲۰۲۰ کال د جام په سیالیو کې د ګډون حق  ترلاسه کړ.

ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو ۲۰۲۰ جام په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ

 

د ترکیې  د فوټبال  الف ملي لوبډلې  د ایچ  په ډله کې  د اندورا ملي لوبډلې ته  ۲ د صفر په مقابل کې د ماټې په ورکولو سره په خپل تاریخ کې  په خپله ډله  کې  تر ټولو په قوي توګه  د ایرو ۲۰۲۰ جام سیالیو ته  لار پیدا کړه.

د ترکیې ملي لوبډلې  د ایرو ۲۰۲۰ کال  د جام  د سیالیو د غواړوي په خاطر  ۱۰ سیالۍ وکړې چې  ددې لسو سیالیو نه يي  ۷ وګټلې، ۲ مساوي پاتې شوې  او یوه لوبه يي وبایلله. د ترکیې ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې  د فرانسې نه وروسته  په دویم  مقام  کې  د ۲۰۲۰ کال  د ایرو جام سیالیو ته لار پیدا کړه . ترکیې لوبډلې دا ځل د ۲۳ لمبرو په ترلاسه کولو سره  د ایرو ۲۰۲۰ جام سیالیو ته  لار پیدا کړه.

ترکیې  ددینه وړاندې  ۴ ځله  د ایرو د جام په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړی وو. ترکیې د ایرو ۱۹۹۶ د غوراوي په سیالیو کې  د ۱۵ لمبرو سره  په جام کې د ګډون حق ترلاسه کړی وو.

همداشان  په ۲۰۰۰ کال کې بیا  د ۱۷ لمبرو سره  ، په ۲۰۰۸ کال کې  د ۲۴ لمبرو او ۲۰۱۶ کال کې  ۱۸ لمبرو سره  پدې جام کې د ګډون  حق ترلاسه کړی وو،.

ترکیې ملي لوبډلې دا ځل  اندورا  لوبډلې ته په خپل کور کې ۲ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

ترکیې  د ۲۰۲۰ کال د جام  د غوراوي په سیالیو کې په ۱۰ لوبو کې یواځې  ۳ ګوله  وخوړل چې دوه ګوله يي د ایسلنډ په کوربه توب په لوبه کې او یو يي هم  د فرانسې به کوربه توب په لوبه کې.


پيوندونه: فوټبال , ترکیه

اړوند خبرونه