ترکیې د اروپا د ۲۰۲۰ کال د اتلولیو د لیګ د غوراوي په سیالیو کې ستر بری ترلاسه کړ

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې  د اروپا د ۲۰۲۰ کال د اتلولیو د لیګ د غوراوي سیالیو  په لړ کې  په ایچ  ډله کې  د فرانسې د ملي لوبډلې سره سیالي وکړه.

1288072
ترکیې د اروپا د ۲۰۲۰ کال د اتلولیو د لیګ د غوراوي په سیالیو کې ستر بری ترلاسه کړ
2019-10-14T203327Z_1339262122_RC15EE10D5D0_RTRMADP_3_SOCCER-EURO-FRA-TUR-REPORT.JPG
2019-10-14T204051Z_1273856212_RC1523C12A80_RTRMADP_3_SOCCER-EURO-FRA-TUR-REPORT.JPG
2019-10-14T202701Z_1163458241_RC1FA8F51D80_RTRMADP_3_SOCCER-EURO-FRA-TUR-REPORT.JPG
FOTO_19623210_151020190053180000_R_SPO_20191015000000_aa-picture-20191015-19623210.jpg
2019-10-14T201345Z_1851783001_RC1BAD0DD170_RTRMADP_3_SOCCER-EURO-FRA-TUR-REPORT.JPG

 

د ترکیې او فرانسې  لوبه یو د یو په مقابل کې په مساوي توګه پایته ورسیده خو ترکیې  لوبډله ډک لاس خپل کور ته راستنه شوه. ترکېې ملي لوبډله  په ګروپ کې په لومړي کتار کې ځای لري چې تیره شپه يي هم  خپل ځای  حفظ کړ.

ترکیې او فرانسې لوبډلو   د تیرې شپې په سیالۍ کې خپلې لمبرې ۱۹ ته  لوړې کړې .

ترکیه راتلوونکي  لوبه  د نوامبر په ۱۴ مه نيټه  د ایسلنډ د لوبډلې سره  کوي.

که چیرې په راتلوونکي  لوبه کې ترکیه  د ایسلنډ سره  مساوي هم  پاتې شي  خپل راتلونکې لوبه  ګرنټي کوي .

ترکیه به وروستۍ سیالي  د اندورا هیواد د لوبډلې سره وکړي.

د ویلو ده چې د تیرې شپې په لوبه کې چې  د فرانسې په کوربه توب جوړه شوې وه  د سیالۍ په لومړني نیمايي کې د فرانسې لوبډله  حاکمه وه.

د سیالۍ د لومړنیو ۱۵ دقیقو نه وروسته د فرانسې لوبغاړ ګینګ سلی کامان او انتوین ګریزمان  په تعرض  پیل وکړ  او څو ځلې  توپ  د ترکیې  تر ګول  پورې راوروسو  خو د ترکیې ګول کیپر  ورته  د تیریدو اجازه ورنکړه.

د ترکیې د ملي لوبډلې  تخنیک  مشر  شینول  ګونیش د سیالۍ په دویمه  برخه کې  په لوبغاړو کې ځینې تغیرات رامنځته کړل.

د لوبډلې تخنیک مشر  اوکای یوقوشلو يي  د لوبې نه خارج کړ او پر ځای يي حاکان چالخان اوغلو لوبې ته داخل کړ. همداشان د لوبې په ۵۳ مه دقیقه کې  محمد ذکي چیلک  ټپي شو  د هغه پر ځای  کار ایخان  لوبې ته داخل شو.

د لوبډلې تخنیکي مشر  د لوبې  تر پایه پورې  د لوبغاړو د بدلولو د حق نه استفاده وکړه.

د ترکیې لوبډلې د لوبې په ۸۲ یمه دقیقه کې  رقیبې لوبډلې ته د ګول په ورکولو سره  د لوبډلې او ترکیې مورال ډیر لوړ کړ.

د ترکیې لوبغاړي  کان ایخان  رقیبې لوبډلې ته د ګول په ورکولو سره  لوبډله او ټوله ترکیه په خوښۍ کې ډوبه کړه.

وروسته  ټولو  لوبغاړو  د تیرې لوبې په څیر  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په افتخار  عسکري  سلام  وکړ. نوموړو  په سوریه کې په پوځي عملیاتو بوخت  د ترکیې وسله والو ځواکونه هیر نکړل  او هغوې ته يي  سلام  واستوه.

د فرانسې  نشراتي ارګانونو او د سیالۍ  د نشرانو مسئولینو  د ترکي لوبغاړو عسکري سلام  او خوښۍ ته  د تلویزیون په پرده  انعکاس ورنکړ.



اړوند خبرونه