د ترکیې  د والیبال  ښځینه ملي لوبډلې  د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې دویم  مقام  ترلاسه کړ.

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اروپا دویم مقام ترلاسه کړ

2019_Eylul_mac.jpg
2019_Eylul_ebrar.jpg
2019_Eylul_eda.jpg
2019_Eylul_mac4.jpg
2019_Eylul_mac3.jpg

 

د ترکیې  د والیبال ښځینه ملي الف لوبډلې د اروپا د اتلولیو  د سیالیو په پایلوبه کې  د صربستان  د هیواد سره  لوبه وکړه چې لوبه دوه د ۳ په مقابل کې  د رقیبې لوبډلې په ګټه پایته ورسیده.

لوبه  د ترکیې  د ملي لوبډلې په کوربه توب  د انقرې د سپورت په سالون کې  ترسره شوه.

د لوبې  لومړی  سیټ  او څلورم  سیټ   ۲۵ د ۲۱ او ۲۵ د ۲۲ په مقابل کې  د ترکیې په ګټه پایته ورسیدل. همداشان  دویم  سیټ  دریم سیټ بیا  ۲۵ د ۲۱ په مقابل کې  د رقیبې لوبډلې  په ګټه پایته ورسید.

پنځم  او وروستی  سیټ هم  رقیبې لوبډلې  په ګټه پایته ورسید  او لوبه  د اروپا د والیبال  اتلولي  د صربستان  لوبډلې وګټله.

د ویلو ده چې د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې  د ۱۶ کلونو نه وروسته  د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې دویم  مقام  وګټه.

صربستان  ملي لوبډله  دا دریم  ځل دی چې د اروپا اتلولي  ترلاسه کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ته  د دویم مقام د ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله او د لا زیاتو بریالیتونو هیله يي وکړه.


پيوندونه: والیبال , ترکیه

اړوند خبرونه