د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ملي لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې  د ایرو ۲۰۲۰ د اروپا د اتلولیو د لیګ  د غوراوي سیالیو په چوکاټ کې تیره شپه  خپل رقیب  مالدیف ملي لوبډلې ته  ۴ د صفر پر وړاندې  ستره ماتې ورکړه.

FOTO_18020937_250320192058130000_R_SPO_20190325000000_aa-picture-20190325-18020937.jpg
FOTO_18020793_250320192049180000_R_SPO_20190325000000_aa-picture-20190325-18020793.jpg
FOTO_18020195_250320191946330000_R_SPO_20190325000000_aa-picture-20190325-18020195.jpg

 

د ترکیې  د فوټبال  ملي لوبډلې  پدې ډول  د دوو  لوبو په ګټلو سره  خپلې لمبرې  ۶ ته  لوړې کړې.

د اروپا د ۲۰۲۰ کال د اتلولیو د لیګ د غوراوي  سیالیو په چوکاټ کې ترکیې  د فوټبال ملي لوبډلې  په کوربه توب  تیره شپه  د ترکیې او د مالدیف  د فوټبال  ملي لوبډلو سیالي وکړه.

د سیالۍ په ۲۴ مې دقیقه کې  د ترکیې ملي لوبغاړي  حسن علي  رقیبې لوبډلې ته د ګول په ورکولو سره  سیالي یو د صفر پر وړاندې  د ترکیې په ګټه کړه.

همداشان  د لومړي ګول نه  دوه دقیقې  وروسته یعنې د لوبې په ۲۶ مه دقیقه کې د ترکیې بل ملي لوبغاړي  جینک توسون رقیبې لوبډلې ته د ګول په ورکولو سره  سیالي دوه د صفر په مقابل کې د ترکیې په ګټه کړه.

د سیالۍ په ۵۴ مې دقیقه کې ترکیې  د پیناتي  ښکلی چانس  د لاسه ورکړ . د پیناتي د چانس د لاسه ورکولو نه  دوه دقیقې وروسته د سیالۍ په ۵۶ مه دقیقه کې  د ترکیې ملي لوبغاړي جینک توسون  د دریم  ګول په ورکولو سره  لوبه  ۳ صفر کړه.

همداشان  لنډه موده وروسته  بیا  د ترکیې بل ملي لوبغاړي  کان  ایخان  د ګول په ورکولو سره  لوبه  ۴ صفر ته ورسوله.

د ویلو ده چې  ترکیې ملي لوبډله  د سیالي  ډګر ته   د نوي زیلاند د کریستچرچ په ښار کې په دوو جوماتونو د وسله والو برید په پایله کې د شهید شوي  داود نبي  د وروستۍ  جملې چې  برید کوونکي ته يي ویلي وو   (سلام علیکم  وروره  )  د لیکلي شعار سره  داخله شوه.  



اړوند خبرونه