د فوټبال د يوې مهمې سيالۍ نه وړاندې چاودنې
په جرمني كې د اتلانو په ليګ كې د بورسيا دورتموند – موناكو د لوبډلو ترمېنځ د فوټبال د يوې مهمې سيالۍ وړاندې درې چاودنې شوي دي.
710611
په جرمني كې د اتلانو په ليګ كې د بورسيا دورتموند – موناكو د لوبډلو ترمېنځ د فوټبال د يوې مهمې سيالۍ وړاندې درې چاودنې شوي دي.
دا چاودنې، لوبغالي ته د بورسيا دورتموند د لوبډلې د بس د تګ پر مهال ترسره شوي دي چې په پايله كې يې لږ تر لږه ددې لوبډلې اسپانيايي لوبغاړى مارك بارترا ټپي شوى دى.
د جرمني پوليسو لوبه ځنډولې او د پېښې په اړه يې پراخه څېړنې پيل كړي دي.
د لوبډلې د رسمي څرګندونو له مخې په پېښو كې نورو لوبغاړو ته زيان نه دى رسېدلى. همداراز لوبډلې له خپلو پلويانو غوښتي دي چې په سړه سينه د سيالۍ انتظار وباسي.
چاودنې دومره زورور وې چې د بس ټولې ښيښې يې ماتې كړي دي.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.