مصري ورزشکار د اسراییلي ورزشکار سره د لاس د نه ورکولو له امله د ریو نه وشړل شو

د اولمپیک  نړۍوالې کمیټې د جودو د نړۍوال فدراسیون سره په ګډه  د ریو د المپیاتو نه  د مصري ورزشکار د شړولو پریکړه وکړه.

552656
مصري ورزشکار د اسراییلي ورزشکار سره د لاس د نه ورکولو له امله د ریو نه وشړل شو

د اولمپیک نړۍوالې کمیټې  د جودو د نړۍوال فدراسیون  سره په ګډه  د ریو د اولمپیاتو نه د مصري  ورزشکار  چې د اسراییلي  ورزشکار سره د لاس ورکولو نه ډډه کړې وه د شړولو پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې  د ریو د اولمپیاتو  د سیالیو په چوکاټ کې  د مصر د هیواد د جودو ورزشکار  اسلام شهابي  د اسراییلي  رقیب سره  سیالي وکړه.  لومړی  تمه کیده  چې مصري  ورزشکار  د خپل اسراییلي رقیب سره د سیالۍ نه ډډه وکړي خو هغه  ددې پر  ځای د هغه سره د لاس ورکولو نه ډډه وکړه.

د رویټرز د خبر له مخې اسراییلي  ورزشکار  د سیالۍ د ګټولو نه وروسته خپل مصري  رقیب  ته لاس اوږد کړ هغه  ورسره د لاس ورکولو نه ډډه وکړه او روان شو.د مصري ورزشکار  دې چلند  د ځینو برخو غبرګون راوپارو.

د اولمپیک  نړۍوالې کمیټې د جودو د نړۍوال فدراسیون سره په ګډه  د ریو د المپیاتو نه  د مصري ورزشکار د شړولو پریکړه وکړه.

د اولمپیک نړۍوالې کمیټې  ویلي دي چې  مصري ورزشکار د جودو د ادابو او قواعدو پر خلاف  د چلند کړی چې د همدې امله   د ریو د اولمپیاتو د سیالیو نه د هغه د شړولو پریکړه وشوه.

د مصري  جودوکار  ددې چلند نه وروسته  د سعودي عربستان یو تن ورزشکار هم  د اسراییلي ورزشکار سره د سیالۍ نه ډډه وکړه.

 

 

 



اړوند خبرونه