تركيه به د سيمې او نړۍ د سپورټ په مركز بدله شي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې تركيې په په تېرو ۱۳ كلونو كې د ۶۵۹ بېلابېلو نړيوالو سيالو كوربه توب كړى دى چې په دې ډول د نړۍ د ګوتو په شمېر هېوادونو په كتار كې راځي.

468559

اردوغان چې په استانبول كې د تركيې د فوټبال د يوې نامتو لوبډلې بېشكتاش د نوي لوبغالي د پرانيستلو په مراسمو كې خبرې كولې وويل چې اوسمهال په بېلابېلو ښارونو كې د فوټبال د ۱۴ لوبغالو د جوړولو چارې روانې دي او د ۹ نورو لوبغالو پروژې تاييد شوي دي.

په تركيه كې په تېرو ۱۳ كلونو كې د لايسنس لرونكو لوبغاړو شمېره د ۲۷۸ زره تنو نه ۶ ميليونه ۲۲۵ زره تنو لوبغاړو ته رسېدلې ده. همداراز د لوبډلې شمېره د ۶ زرو نه ۱۴ زرو ته رسېدلې ده.

تركيه په پام كې لري چې د المپيك په نړيوالو سيالو كې د لا زيات حضور لپاره مسلكي لوبغاړي وروزي.

اړوند خبرونه