د كېكبوكس په نړيوالو سياليو كې لوى برى

د جنګي او دفاعي هنرونو د سپورټ په برخه كې د افغانستان يو تن لوبغاړى باز محمد مبارز د نړۍ د تر ټولو پياوړو ۴۵۰ لوبغاړو ترمېنځ لومړى مقام خپل كړ.

423613
د كېكبوكس په نړيوالو سياليو كې لوى برى

د جنګي او دفاعي هنرونو د سپورټ په برخه كې د افغانستان يو تن لوبغاړى باز محمد مبارز د نړۍ د تر ټولو پياوړو ۴۵۰ لوبغاړو ترمېنځ لومړى مقام خپل كړ.

د مختلطو رزمي هنرونو يا MMA د سپورټ په څانګه كې باز محمد مبارز لومړى افغان دى چې د نړۍ په سطحه يې شهرت موندلى دى.
مبارز د آې سي بي په نامه د يو سپورټي بنسټ لخوا په آنلاين ډول د رايې وركوونې په پروسه كې د نړۍ د تر ټولو پياوړي شخص لقب ترلاسه كړ. مبارز د ۴۵۰ تنو لوبغاړو ترمېنځ د ټولې نړۍ نه د ۷۵۱۶ رايو په ترلاسه كولو سره دا مقام وګټلو.
ټاكل شوې ده چې ددې بنسټ لخوا د نړۍ دوه تنه پياوړي لوبغاړي د مبارز سره په نړيواله سطحه سيالي وكړي.


مبارز د MMA د لوبو په څانګه كې بې شمېره سيالۍ ترسره كړي دي چې تر اوسه پورې يې هېواد يو لړ وياړونه هم بښلي دي.
باز محمد مبارز څه موده وړاندې په يوې سيالۍ كې د چك د جمهوريت نه خپل رقيب ته ماتې وركړه او اتل شو. نوموړي دا اتلولي د افغانستان امنيتي ځواكونو ته ډالۍ كړه.



اړوند خبرونه