د كېكبوكس په نړيوالو سياليو كې لوى برى

د كېكبوكس په نړيوالو سياليو كې تركي لوبغاړو د سرو زرو د درې مډالونو په ګډون په مجموعي توګه د ۱۶ مډالونو په ګټلو سره ددې سياليو په ترڅ كې لوى برى خپل كړ.

406600
د كېكبوكس په نړيوالو سياليو كې لوى برى


د كېكبوكس په نړيوالو سياليو كې تركي لوبغاړو د سرو زرو د درې مډالونو په ګډون په مجموعي توګه د ۱۶ مډالونو په ګټلو سره ددې سياليو په ترڅ كې لوى برى خپل كړ.
د تركيې د كېكبوكس د فدراسيون د معلوماتو په اساس تركي لوبغاړو د سربستان په پلازمېنه بېلګراد كې د نړيوالو سياليو په ترڅ كې درې د سرو زرو، ۶ د سپينو زرو او ۷ د برونزو مډالونو په ګټلو سره دې سياليو لومړى مقام خپل كړ.
تركي لوبغاړي ددې بري سره تېره ورځ هېواد ته ستانه شول.
دا لومړى ځل دى چې په ټوليزه توګه تركي لوبغاړي بې سارى برى تر لاسه كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه