د افسانوي سوك وهونكي محمد علي كلې روغتيايي حالت ترينګلى دى.

156435
د افسانوي سوك وهونكي محمد علي كلې روغتيايي حالت ترينګلى دى.



محمد علي كلې چې د اويايمو ميلادي كلونو د تر ټولو مهم سوك وهونكي په توګه نړيوال شهرت لري د پاركېنسن د ناروغۍ د شدت له امله د خبرو لودېدلى دى.
د انګلستان د ټېلګراف د ورځپاڼې د خبر له مخې محمد علي په كور كې له ځايه نشي خوځېدلاى. تېره اونۍ د نوموړي د ژوند په اړه د فلم د لومړنۍ نندارې په مراسمو كې يې هم د ګډون نه ډډه وكړه. د نامتو سوك وهونكي ورور رحمان وويل چې محمد علي د خبرو لوېدلى دى.
محمد علي كلې د خپل مسلكي ژوند په اوږدو كې ټولې ۶۱ سيالۍ كړي دي چې يواځې ۴ يې بايللي دي.
افسانوي سوك وهونكى محمد علي كلې په ۱۹۴۲ كال كې زېږېدلى دى. پخوانى نوم يې كاسيسوس مارسېليوس كلې دى. محمد علي په ۱۹۶۴ ميلادي كال كې مسلمان شو او خپل نوم يې هم بدل كړ.

افسانوی سوك وهوونكى په ۲۰۰۲ كال كې افغانستان ته هم تللى وو. 
محمد علي په ۱۹۸۴ كال كې د پاركېنسن په ناروغۍ اخته شوى دى. د پاركېنسن ناروغي چې د انسان په مغزو اغېزه كوي له امله يې ناروغ نشي كولاى چې د وجود غړي كنترول كړي. د بدن د غړو لړزېدل د وخت په تېرېدو سره پراختيا مومي او ټول غړي له كاره لويږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه