ملي غېږ نيونكو د نړۍ دريم مقام ترلاسه كړ.

د غېږنيونې د نړيوالو سياليو په ترڅ كې چې د ازبكستان په پلازمېنه تاشكند كې دوام لري ملي لوبغاړو دريم مقام ترلاسه كړ.

120424
ملي غېږ نيونكو د نړۍ دريم مقام ترلاسه كړ.

ملي غېږ نيونكو د نړۍ دريم مقام ترلاسه كړ.
د غېږنيونې د نړيوالو سياليو په ترڅ كې چې د ازبكستان په پلازمېنه تاشكند كې دوام لري ملي لوبغاړو دريم مقام ترلاسه كړ.
تركي غېږنيونكو د سرو زرو د يو مډال، د سپينو زرو د يو مډال او د برونزو د دوو مډالونو په ترلاسه كولو سره ۴۱ نمرې ترلاسه كړه. پدې ډول تركي لوبډلې د ۴۰ كلونو نه وروسته په نړيوال سطحه دريم مقام خپل كړ.
تركي لوبغاړو هر يو طه آك ګل د ۱۲۵ كيلوګرامو په وزن كې د سرو زرو، يعقوب ګور د ۷۰ كيلوګرامو په وزن د سپينو زرو، سليم يشار د ۸۶ كيلوګرامو په وزن كې او شامل اردوغان د ۹۷ كيلوګرامو په وزن كې د برونزو مډالونه وګټل.
د غېږنيونې په نړيوالو سياليو كې روسيې د ۶۲ نمرو سره لومړى او ايران د ۴۵ نمرو سره دويم مقامونه خپل كړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه