ایران د بوشهر ښار د اټومي بټیو په ۵ کیلومترۍ کې د بهرنیو وګړو په استوګنې او کار کولو بندیز ولګو

د ایران د بوشهر په  ښار کې د اټومي بټیو تر ۵ کیلومترۍ پورې  د امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو په استوګنې بندیز ولګول شو.

2228436

د ایران د رسمي خبري اژانس "ایرنا" د راپور له مخې، د بوشهر د والي مرستیال احسان جهانیان په دې اړه څرګندونې وکړې.

د امنیت مسؤل والي مرستیال جهانیان وویل "د بوشهر اټومي بریښنا کوټ په ۵ کیلومترۍ کې او د دې ولایت په ګناوه، دیلم او عسلویه ولسوالیو کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو کار او استوګنې باندې بندیز لګول شوی دی.

جهانیان له ټولو بهرنیو اتباعو او کډوالو وغوښتل چې په لنډ وخت کې دغه ولسوالیو څخه ووځي، د نه وتو په  صورت کې به یې د استوګنې اسناد لغوه او له هیواده به وشړل شي.

جهانیان د هستوي بریښنا کوټ ته نږدې سیمو کې د میشتو یا کار کوونکو کډوالو په اړه وویل: "د هستوي بریښنا کوټ په ۵ کیلومترۍ کې د بهرنیو اتباعو پر استخدام او استوګنې د بندیز په چوکاټ کې به ، کډوالو ته د بوشهر په هلیله او بندرګاه غوندې سیمو کې د استوګنې او کار اجازه ورنکړل شي."

اړوند خبرونه