په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۶ تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په کوټ اډو سیمه کې یو مسافر وړونکی بس د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
2227664

د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته امبولانسونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې. په پیښه کې ۶ تنه مړه او ۲۶ تنه ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، بس له راولپنډۍ څخه ملتان ته روان و. که څه هم تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم، خو د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.