ایران د نفتو د سرشارو سرچینو سره سره دا هیواد د انرژۍ د جدي بحران سره لاس او ګریوان دی.

په ایران کې  په ځانګړي توګه د ژمي په میاشتو کې د انرژۍ تقاضا د زیاتیدو او د زیربناو د نیمګړتیا له امله  د بریښنا او طبیعي ګاز  برچاوي  ناگزیر کیږي.

2223388
ایران د نفتو د سرشارو سرچینو سره سره دا هیواد د انرژۍ د جدي بحران سره لاس او ګریوان دی.

ایران د نفتو د سرشارو سرچینو سره سره دا هیواد د انرژۍ د جدي بحران سره لاس او ګریوان دی.  

په ایران کې  په ځانګړي توګه د ژمي په میاشتو کې د انرژۍ تقاضا د زیاتیدو او د زیربناو د نیمګړتیا له امله  د بریښنا او طبیعي ګاز  برچاوي  ناگزیر کیږي.

په ژمي کې د هوا د سړیدو او د انرژۍ د بحران له امله د ایران  په ځینو ولایتونو کې ډیری فابریکې او دولتي دفترونه تړل شوي او زیات شمیر ښوونځیو کې حضوري زده کړې درول شوي دي.

د تیلو په بډایه هیواد ایران کې، د اقتصادي بندیزونو له امله  ددې هیواد د انرژۍ په زیربناوو د پانګونې نشتوالي  له امله د انرژۍ په رسولو کې ستونزې رامینځته کوي. د بله پلوه په صنعتي او استوګنې سیمو کې د بریښنا پرچاوي په ځانګړې توګه د ژمي په میاشتو کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل کیږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان څه موده وړاندې له هیوادوالو غوښتنه وکړه چې مرکزګرمۍ درجې لږ تر لږه ۲ درجې کمې کړي تر څو په هیواد کې د برښنا او ګازو د برچاوۍ مخنیوی وشي.

د ایران د انرژۍ وزير عباس علي آبادي له خلکو وغوښتل چې د سون توکو مصرف کم کړي، څو د برېښنا فابريکو ته زيات ګاز ورکړل شي او ښاريانو ته د برېښنا په رسولو کې مشکل رامنځته نشي.

علي آبادي دې ته په اشارې سره چې د برېښنا ځينې فابريکې نيمګړې دي، وويل چې خلک بايد د تېلو او ګازو مصرف کم کړي.

د انرژۍ د ستونزې له امله د دسمبر په میاشت کې د اردبیل، تهران، لویدیځ آذربایجان، سمنان، ګلستان، شمالي خراسان، رضوي خراسان، مازندران، زنجان، کردستان او کرمانشاه په سیمو کې په ټولو تعلیمي ادارو کې زده کړې درول شوي دي.

د ولسمشر مرستيال محمد جعفر قایم پناه  د دسمبر په ١٧مه نېټه وويل چې د طبيعي ګازو د کمښت له امله په ځينو صنعتي سيمو کې د فابريکو او ورکشاپونو فعاليتونه درول شوي دي.

قایم پناه اعلان وکړ چې که څه هم په هیواد کې د طبیعي ګاز اړتیا ۹۴۵ میلیون متر مکعبه ده، نږدې ۸۴۰ میلیون متر مکعب تولیدیږي.

په ایران کې ۹۴ سلنه بریښنا له فوسیل تیلو څخه تولیدیږي. په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د باد او لمریزې انرژۍ ونډه ۱۳ سلنه ده، په ایران کې دا کچه ۰.۶ سلنه ده. اټکل کیږي چې د بریښنا بندیدل په کال کې د ۵ څخه تر ۵ میلیارد ډالرو پورې صنعتي تولیداتو ته زیان رسوي.

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو د ادارې د معلوماتو له مخې، روسیه په نړۍ کې د ۴۷ ټریلیون متر مکعبه ګازو تر ټولو لویې ثابتې ذخیرې لري، په داسې حال کې چې ایران د ۳۴ تریلیون متر مکعبه ګازو په لرلو سره دویم هیواد دی.


پيوندونه: #بحران , #انرژي , #تیل , #ایران

اړوند خبرونه