عراقچي : ایران حق لري چې اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو برید وکړي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چی ایران د اسرائیلو لخوا پر ایران د اکتوبر ۲۶ نیټې برید ته د ځواب ورکولو پوره حق لري.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چی ایران د اسرائیلو لخوا پر ایران د اکتوبر ۲۶ نیټې برید ته د ځواب ورکولو پوره حق لري.
عراقچي چی د ملګرو ملتونو د تمدنونو اتفاق په ۱۰م نړیوال فورم کې د ګدون په موخه پرتګال ته تللی دی ، هلته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
عراقچي وویل، " ایران د اسرائیلو تیر میاشت هوایي بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایران د ځواب په توګه د ورته برید کولو حق لري، خو پدې برخه کې به په لبنان کې د اوربند موافقه او نور سیمه ایزو پرمختګونه هم وارزوي."
عراقچي د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند موافقی هرکلی وکړ او هیله یی وښوده چی دا موافقه به دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.
اسرائیلو پوځ د اکتوبر پر ۲۶ شپه د ایران پر "پوځي موخو" برید وکړ، او تهران اعلان وکړ چی "د غچ اخیستو لپاره چمتو دي او متناسب ځواب به ورکړي."
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.