پاکستان کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو  له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو  له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.

2213362
پاکستان  کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو  له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.

 د پاکستان په شمال لویدیځ کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو  له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت له مرکز پېښور په ۲۱۸ کیلومترۍ کې پروت د کرمې په سیمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ وخت نا وخته نیښتې کیږي.

په دغه سیمه کې چې د افغانستان له پولې سره نږدې پرته ده، د څلور ورځې مخکې په شیعه ګانو د ترسره شوي برید  نه وروسته په پیل شوو نښتو او نارامیو کې د مړو شمیره  ۸۵ تنو ته لوړ شوی دی.

په سیمه کې د وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ شخړه روانه ده، چارواکي د ښکېلو خواوو او د سیمې د مشرانو سره په خبرو اترو کې دي چې تاوتریخوالی مخه ونیسي.

د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ښکېلو خواوو سره خبرې اترې او د شخړو د پای ته رسولو هڅې روانې دي.

په کرمه  کې د نوامبر په ۲۱مه پنجشنبه د شیعه ګانو د مسافرو پر کاروان وسله والو برید وشو چې په کې لږ تر لږه ۴۲ کسان ووژل شول.

تر برید وروسته په سیمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ نښته پیل شوه.

په ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي پاکستان کې شیعه ګان د هېواد شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.



اړوند خبرونه