پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د برید له امله د مړو شمیره ۴۴ تنو ته لوړه شوه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کی، د شیعه ګانو پر موټرو د وسله وال برید له امله  لږ تر لږه ۴۴ تنه مره او ګنشمیر نور ټپیان شوي دي.

2212636
پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د برید له امله د مړو شمیره ۴۴ تنو ته لوړه شوه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کی، د شیعه ګانو پر موټرو د وسله وال برید له امله  لږ تر لږه ۴۴ تنه مره او ګنشمیر نور ټپیان شوي دي.

د سیمې یو تن پولیس ازمت علي خبري رسنیو ته وویل، څو تنو وسله والو کسانو د پاړه چنار نه د پیښور پر لورې پر روانو د شیعه ګانو پر موټرو ډزې وکړې.

د نوموړي برید له امله لږ تر لږه ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۲  تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايی حالت ښه ندی چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شي.

د پيښې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شتون لري.

پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري دا پیښه  په کلکو ټکو وغندله او د قربانیانو د کورنیو او خپلوانو سره يي غمرازي وښوده.

پاکستان کی، په ځانګړې توګه په  خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کی ترهګریزی پیښی ډیری شوي دي.

اسلام آباد وایی دا بریدونه په افغانستان کې پټ شوو  پاکستان طالبانو  له لخوا طرحه او پلان کیږي ، خو افغانستان دا ادعاګانی ردوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور ته ۲۱۸ کیلومتره لری کرمې سیمه، ډیری وخت قبایلي او مذهبي شخرو ته میدان ورکوي.

کرمې د پاړه چنار ولسوالي، هغو ځایونو ده چې ډیر  شیعه نفوس پکې ژوند کوي.



اړوند خبرونه