ایران وویل چې په امریکا کې د ټاکنو پایلې به د دواړو هېوادونو په عمومي تګلاره کې کوم بدلون رانه ولي.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د کابینې له غونډې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.

2207267

مهاجراني وویل:"په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې له موږ سره ډېر تړاو نه لري. ځکه چې د امریکا او ایران عمومي تګلاره ثابته ده. د یو پر ځای د بل راتګ سره به ډېر څه بدل نه شي."

د ډونالډ ټرمپ د بري د اعلان په اړه مهاجراني وویل: "موږ د ټرمپ له بیا ګټلو څخه اندېښمن نه یو. زموږ لپاره په دواړو نوماندانو کې کوم توپیر نشته."

د حکومت ویاندې دا هم زیاته کړه چې د امریکا د ټاکنو پایلې به د ایرانیانو په ورځني ژوند اغېز ونه کړي.

پيوندونه: #ټرمپ , #امریکا , #ایران

اړوند خبرونه