ایراني جنرال د افغانستان پولې ته نږدې د چورلکې په پيښه کې ژوند د لاسه ورکړ
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت اړوند د سیرکان ښار کې د یوې جایروکوپټر د غورځیدو په پیښه کې د سپاه پاسداران ځواکونو یو برید جنرال په ګډون دوو تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ.
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت اړوند د سیرکان ښار کې د یوې جایروکوپټر د غورځیدو په پیښه کې د سپاه پاسداران ځواکونو یو برید جنرال په ګډون دوو تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ.
د ایران د سپاه پاسداران د د ځمکنیو ځواکونو قومندانۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې "د افغانستان له پولې سره نږدې د سیرکان ښار په سویل ختیځ کې د جایروکوپټر د غورځیدو په پیښه کې د ګلستان ولایت د نینوا لوا قوماندان برید جنرال حمید مازندراني او حمید جندقي ژوند د لاسه ورکړی دی."
د ویلو ده چې نوموړي نوموړی د ځانګړو عملیاتو په موخه د سیرکان ښار په سویل ختیځ کې سرحدي سیمې ته تللی وو چې د جایروکوپټر د تخنیکي ستونزې له امله سقوط وکړ.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.