د ایران ولسمشر: که چیرې اسرائیل اوربند ومني کیدای شي په دې هیواد زمونږ د غچ ډول بدل شي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې پر هېواد به یې د بریدونو ځواب ورکړي، خو که اسرائیل اوربند ومني د هغوی ډول او شدت به بدل شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې پر هېواد به یې د بریدونو ځواب ورکړي، خو که اسرائیل اوربند ومني د هغوی ډول او شدت به بدل شي.
مسعود پزشکیان دا خبرې په پلازمېنه تهران کې د کابینې په غونډه کې وکړې.
پزشکیان په سیمه کې د اسرائیلو روان بریدګر چلند ته په اشارې سره یادونه وکړه چې د امریکا او اروپایی مشرانو ژمنه کړې وه که چیرې ایران د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژنې غچ ونه اخلي په غزه کې به اوربند اعلان کړي او زیاته کړه،
زمونږ د حکومت په لومړیو ورځو کې صهیونیسټ رژیم د هنیه په وژلو سره جنګ ته لمن وهله. "د ځینو هېوادونو په مشوره، موږ د بې ګناه ښځو او ماشومانو د وژلو د بندولو په هیله له زغم څخه کار واخیست، خو اسرائیل خپلو جنایتونو ته شدت ورکړی دی."
پزشکیان تکرار کړه چې هیواد به یې د اسرائیل وروستي برید ته ځواب ووایی.
هغه وویل: «که دوی پر خپل چلند له سره غور وکړي او اوربند ومني او په سیمه کې د مظلومو او بې ګناه خلکو وژنه بنده کړي، دا کار زموږ د غبرګون په بڼه او شدت ته بدلون ورکولی شي .»
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.