د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا د ډیر زیات ککړتیا له امله ښوونځي د یوې اونۍ لپاره رخصت کړی شول
د پاکستان د لاهور په ښار د هوا د ککړتیا کچه تر ټولو لوړې سطحې ته د رسیدو له امله د یوې اونۍ لپاره په ټولو لمرنیو ښوونځیو کې زده کړې وخنډول شوې.
د پاکستان د لاهور په ښار د هوا د ککړتیا کچه تر ټولو لوړې سطحې ته د رسیدو له امله د یوې اونۍ لپاره په ټولو لمرنیو ښوونځیو کې زده کړې وخنډول شوې.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، چارواکو د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا پر ضد بېلابېل تدابیر نیولي دي.
دولتي چارواکو اعلان وکړ چې د هوا د کیفیت د ټیټوالي له امله به د ښار په ټولو لومړنیو ښوونځیو کې زده کړې د یوې اونۍ لپاره وځنډول شي.
د پنجاب وزیرې اعلی مريم اورنګزېب خبري غونډې ته په وينا کې د هوا د ککړتيا لوړه کچه د ماشومانو لپاره خطرناکه وبلله او ټينګار يې وکړ چې په ښوونځيو کې بايد ماسک اغوستل لازمي شي.
د اکتوبر په ۳۰ مه، د پنجاب حکومت په لاهور کې په هغو سیمو کې چې د هوا د کیفیت د خرابوالي سبب ګرځي بندیزونه ولګول.
د هوا د کیفیت د شاخص (AQI) د معلوماتو له مخې، د نوامبر په ۲، په ښار کې د هوا د ککړتیا کچه د هغه کچې څخه ۴۰ ځله لوړه شوې چې د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) لخوا "منلو وړ" ګڼل کیږي، د ویلو ده چې په لاهور ښار کې د هوا ککړتیا کچه په نړۍ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.