اسماعیل بقايي : ایران او تورکیه په غزه او لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایران او تورکیه په غزه او لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایران او تورکیه په غزه او لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
بقايي د بهرنيو چارو په وزارت کې په اونيزه خبري غونډه کې د خپل هېواد د بهرني سياست اجنډا او سيمه ييز پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
بقايي په دې خبرې سره چې په سیمه کې د اسرائیلو د حملو د بندولو لپاره د سیمې له ټولو هیوادونو سره خپلو سلامشورو ته دوام ورکوی زیاته کړه ، زمونږ پیغام ډیر روښانه دی او مونږ ویلی وو چې ایران به د صهیونیسټ رژیم هرډول حملې ته حتما ځواب ورکوی او مونږ پوره باور لرو چې ګاونډي هیوادونه به د ایران پر ضد د خپلې خاورې استفادې ته اجازه ورنکړي.
بقايي وویل چې د اسرائیلو احتمالي برید ته د ځواب ورکولو د چمتووالي د یوې برخې په توګه مونږ په اسرائیلو کې یو زیات شمیر هدفونه وار د مخه ټاکلي دي.
بقايي له تورکیې سره د سیمه ایزو همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع ته په اشارې سره وویل، د سرحدی امنیت ټینګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه له تورکیې سره زموږ د اړیکو دوه مهمې موضوعګانې دی. موږ د آستانې په چوکاټ کې د سوریې په اړه له خپلو ترکي سیالانو سره په تماس کې یو. موږ د تورکیې او خپلو نورو ملګرو په مرسته په سوریه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره کار کوو. هغه وویل، «په سوریه کې د امریکا اشغال او د ثبات نشتوالی ترهګریز سازمانونه پیاوړي کوي.
بقايي وویل: "موږ له تورکیې سره موافق یو چې موږ باید په سوریه کې د ثبات او امنیت په بیا رغونه کې مرسته وکړو ترڅو په ګډو پولو او سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو."
بقايي ټینګار وکړ چې تورکیه او ایران په سیمه کې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره په ګډه کار کوي.
د اسلامي نړۍ د دوو سترو هېوادونو او سيمه ييزو قدرتونو د ايران او تورکيې اړيکې ډېرې ښې دي، تورکيې ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي وروستی سفر هم له ترکي چارواکو سره د ليدو يو ښه فرصت و. او د حماس له چارواکو سره زموږ لیدنو وښودله چې حماس ژوندی دی "دوه هیوادونه ایران او تورکیه په کلکه هڅه کوي چې پر غزې او لبنان د برید مخه ونیسي."