د ایران د قدس ځواکونو قومندان چې په لبنان کې د وژل کیدو ادعا شوې وه په تهران کې راڅرګند شو

د ایران د قدس ځواکونو قوماندان برید جنرال اسماعیل قااڼي چې د اکتوبر په څلورمه نیټه د لبنان په پلازمینه بیروت باندې د اسرائیلو په برید کې د وژل کیدو ادعاء شوې وه، د دوو اونیو وروسته د لومړي ځل لپاره پلازمینې تهران کې راڅرګند شو.

2198811

د ایران د دولتي ټلویزیون له خوا په خپرو شویو انځورونو کې، قاآني د برید جنرال عباس نیلفروشان د جنازې د هرکلي په مراسمو کې چې د سپټمبر په ۲۷ مه په بیروت کې د اسرائیلو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و،پلازمینه تهران ته راوړ شوه ګډون کړی وو.

د نیلفروشان د جنازې د هر کلي په مراسمو کې د قاآني تر څنګ ګڼ شمېر سیاسي او پوځي چارواکو هم حضور درلود.

د ویلو ده چې د اکتوبر په څلورمه نیټه په بیروت کې په ترسره شوي د اسرائیلو په برید کې د قاآني د وژنې ادعا شوې وه.

داسې اوازې وې چې قاآني د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله د وژل کیدو نه وروسته بیروت ته تللی وو چې د اکتوبر په ۴ مه په برید کې هغه هم وژل شوی وو. وروسته ځینو نورو خبري رسنیو بیا ادعا وکړه چې قاآني د حزب الله د مشر حسن نصر الله د وژنې له امله په تهران کې د څیړونو لاندې دی. د هغه د توقیف کیدو خبرونه خپاره شول. ایراني مقاماتو بیا دا ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې.

همداشان ځینو لویدیځو رسنیو ادعا کړې وه چې قاآني باندې په توقیف کې د زړه حمله راغلې ده او بستري دی.

قاآني د نیلفروشان د جنازې د هر کلي د مراسمو نه وروسته په تهران کې د حزب الله له دفتر څخه لیدنه وکړه.

اړوند خبرونه