په پاکستان کې د دوو قومونو ترمنځ په نښه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو قومونو ترمنځ په نښتو کې چې د سپټمبر له ۲۰مې نیټې راهیسې روانې دي، لږ تر لږه ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

2191627

د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند سیف علي رسنیو ته په خپله وینا کې ویلي، دوی په سیمه کې د تاو تریخوالي او ځمکې د شخړې د هواري لپاره کار کوي.

علي وويل چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ٢٥ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او په لسګونو تنه ټپيان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د  خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ولسوالۍ کې  د سپټمبر په شلمه د دوو  قومونو تر منځ د ځمکې پر سر د اختلافاتو له امله جګړه پیل شوه. ویل کیږي دواړو خواوو پدې جګړه کې د درندو وسلو نه هم کار اخیستی دی. په نښتو کې تر اوسه پورې د ۲۵ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

همداشان دواړو قومونو ترمنځه مذهبي اختلافات هم شتون لري.

په پاکستان کې چې د ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، شیعه ګان د دغه هېواد نږدې ۱۵ سلنه جوړوي.

د جولای په میاشت کې د نوموړو قومونو  ترمنځ مرګونې نښتې شوې وې.

پيوندونه: #نښتې , #پاکستان

اړوند خبرونه