ایران په تهران کې د انګلستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

د انګلستان د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې ایران په تهران کې د دغه هېواد شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

2182998
ایران په تهران کې د انګلستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

د انګلستان د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې ایران په تهران کې د دغه هېواد شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا دخپور شوي بیان له مخې، په تهران کې  د انګلستان شارژدافیر د دریو ایراني اشخاصو او یوې ادارې په وړاندې د انګلستان د بندیزونو له امله وزارت ته احضار شو.

انګلیس ډیپلوماټ ته ویل شوي دي  چې د بندیزونو پریکړه د انګلستان  د نوي حکومت د ارادې سره  چې له ایران سره همکاري او تعامل غوښتنه لري په ټکر کې عمل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سیمه کې د ناامنۍ سرچینه اسرائیل دی او د فلسطین په نسل وژنې کې له اسرائیلو د انګلستان په ګډون د ځینو هېوادونو ملاتړ په سیمه کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ اصلي لامل دی.

د انګلستان  شارژدافیر ویلي چې د تهران دریځ به خپل هیواد ته ورسوي.

پرون د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت درې ایراني وګړي او د سپاه پاسداران قدس ځواکونو اړوند یونټ "۷۰۰" د بندیزونو په لیست کې شامل کړل او ادعا یې وکړه چې نوموړو د تهران په "دښمانه" فعالیتونو کې لاس درلود چې د انګلستان، اسرائیل ، عراق ، یمن او لبنان بې ثباته کوي.


پيوندونه: #انګلستان , #ایران

اړوند خبرونه