خامنه يي : پر امریکا باید باور ونکړو خو په ځینو برخو کې له دښمن سره تعامل زیان نلري

په داسې حال کې چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر امریکا باور ونه کړي، هغه ویلي دي چې "په ځینو برخو کې له دښمن سره د تعامل په لاره کې هیڅ خنډ نشته."

2180629
خامنه يي : پر امریکا باید باور ونکړو خو په ځینو برخو کې له دښمن سره تعامل زیان نلري

په داسې حال کې چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر امریکا باور ونه کړي، هغه ویلي دي چې "په ځینو برخو کې له دښمن سره د تعامل په لاره کې هیڅ خنډ نشته."

د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، علي خامنه يي په هغه غونډه کې خبرې وکړې چې د ولسمشر مسعود پیزشکیان په مشرۍ د نوي حکومت کابینه یې ومنله.

خامنه يي وویل چې د نوي حکومت یو لومړیتوب باید د انفلاسیون ستونزه حل وي.

خامنه اي په دې خبرې سره چې د اقتصادي ستونزو د حل لاره بايد له لويديځ سره په خبرو اترو پورې ونه تړل شي. هغه زیاته کړه "موږ دې ته اړتيا نه لرو چې خپلې هيلې په دښمن پورې وتړو، موږ بايد د خپلو پلانونو لپاره د دښمنانو د تاييد انتظار ونه کړو."

خامنه يي وویل: "البته دا په دې معنی نه ده چې موږ به له دښمن سره په کوم ځای کې تعامل ونکړو، بلکې اصلي خبره دا ده چې باید پر هغه باور ونه کړو. په ځینو ځایونو کې له ورته دښمن سره د تعامل مخالفت نه دی، په دې کې هیڅ خنډ نشته."

خامنه یي د دې په بیانولو سره چې چارواکي باید د مصنوعي زیرکتیا په ټیکنالوژۍ کې شاته پاتې نه شي، وویل: "موږ باید د مصنوعي زیرکتیا په کارولو سره دوکه ونه کړو، د مصنوعي زیرکتیا مشتري کیدل ګومه ګټه نه کوي. ځکه چې  مصنوعي زیرکتیا ژورې طبقې لري او دا طبقي د نورو په لاس کې دي."

علي خامنه یي وویل چې د مصنوعي زیرکتیا  په اړه یوه اداره، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په څیر، په راتلونکي کې په نړۍ کې رامینځته کیدی شي او دوی کولی شي د مصنوعي زیرکتیا د ټیکنالوژۍ د پراختیا مخه ونیسي "تاسو باید د دې ټیکنالوژۍ ژورو پوړونو ته ورسیږئ په هیواد کې د مصنوعي زیرکتیا  زیربنا جوړې کړې او تعقیب کړئ."



اړوند خبرونه