د پاکستان په بلوچستان کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسافرو پر موټر د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسافرو پر موټر د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پاکستان د رسنیو له مخې، وسله والو کسانو چې د شپې مهال یې د موسی خېلو ولسوالۍ په راراشام سیمه کې لاره تړلې وه، مسافر له بسونو او بار وړونکو موټرو ښکته کړي، د هغوی تذکرې یې کتلې او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
په برید کې لږ تر لږه ۲۳ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ موټرو ته اور ورته کړی دی.
ویل شوي چې ترهګرو د شناختي کارډ چیک کولو پر مهال هغه مسافر وژلي چې له پنجاب څخه وو.
پوليس او د لومړنيو مرستو ټيمونه سيمې ته رسېدلي او مړي او ټپيان يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دغه پېښه غندلې او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې د کلک هوډ پیغام ورکړی دی.
لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي چې ترهګرو ته به سزا ورکړل شي.
د بلوچستان اعلى وزير سرفراز بګټي هم دغه تروريستي بريد غندلى او ويلي يې دي، چې تروريستان به ونيسي.