په ایران کې د پاکستاني شیعه زیارت کوونکو د بس موټر د چپه کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .
ویل کیږي د پاکستاني شیعه زیارت کوونکو یو بس موټر چې د کربلا د اربعین په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران له لارې عراق ته سفر روان وو ، د ایران د پلازمینې تهران په ۵۰۰ کیلومتره ختیځ کې د یزد په سیمه کې د چپه شو.
2178464

ویل کیږي په بس کې ټولټال ۵۳ تنو شیعه زیارت کوونکو شتون درلود چې په پيښه کې ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پیښه د شپې په نیمايي کې رامنځته شوې ده .
د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا پيښه د بس موټر د بریکونو په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده .