په ایران کې د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره رای اچونه پیل شوه.

د دغه هیواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي په پلازمینه تهران کې د امام خمیني حسینیه په تالار کې چې د ده د هرکلي لپاره جوړ شوی وو، خپله رایه ورکړه.

2159521
په ایران کې د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره رای اچونه پیل شوه.

 

د اصلاح غوښتونکو نوماند په پارلمان کې  د تبریز استازي او د روغتیا پخوانی وزیر مسعود پزشکیان او محافظه کار نوماند د ملي امنیت د عالي شورا پخوانی منشي سید جلیلي په ټاکنو کې سیالي کوي.

د دغه هیواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي په پلازمینه تهران کې د امام خمیني حسینیه په تالار کې چې د ده د هرکلي لپاره جوړ شوی وو، خپله رایه ورکړه.

د کورنيو چارو وزارت د ټاکنو د مرکز د معلوماتو له مخې، نږدې ۶۲ ميليونه رايه ورکوونکي به وکولای شي چې په ټول هیواد کې په څه باندې ۵۹ زره مرکزونو کې رايې ورکړي. پر دې سربیره له هیواده بهر ایراني اتباع به وکولای شي چې په ۹۵ هیوادونو کې په جوړو شویو ټاکنیزو مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

د رای ورکولو بهیر، چې په سیمه ایز وخت د سهار په ۸ بجو پیل شو، په مازیګر په ۶ بجو به  پای ته رسیږي، خو د اړتیا په صورت کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د ټاکنو د مرکز د پریکړې له مخې دا موده تمدید کیدای شي. تمه ده چې د انتخاباتو لومړني نتایج د شپې ناوخته اعلان شي او ټاکل شوې چې وروستۍ پایلې سبا اعلان شي.

په عامه نظرپوښتنه کې چې د ایران د محصلینو د سروې ادارې (ISPA) لخوا د جولای په دریمه په ټول هیواد کې د ۳۶۶۰  تنو  سره مخامخ شوې وه، ۴۹ عشاریه ۵  سلنه برخه اخیستونکو د اصلاح غوښتونکو نوماند پزشکیان ملاتړ وکړ او ۴۳ عشاریه ۹  سلنه د پخواني ملي امنیت منشي جلیلي ملاتړ وکړ. د عالي شورا عمومي منشي وویل چې هغه به محافظه کار نوماند جلیلي ته رایه ورکړي.

د ویلو ده چې په ایران کې د جون په ۲۸ مه نيټه په ترسره شوو لومړني پړاو ټاکنو کې  هیڅ یوه نوماند ونه شو کړای په لومړي پړاو کې له ۵۰ سلنې څخه زیاتې رایې خپلې کړي. د اصلاح غوښتونکو نوماند مسعود پزشکیان او محافظه کار نوماند سید جلیلي چې تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړې وې  نن دویم پړاو کې سره سیالي کوي.

په ایران کې ولسمشر د څلورو کلونو لپاره دنده ترسره کوي او په پرله پسې توګه دوه ځله ټاکل کیدی شي.



اړوند خبرونه