ایران : د غزې په جنایتونو کې امریکا د اسرائیلو په اندازه مجرم دی.

ایران ویلي چې په غزه کې د بشریت ضد جنایتونو توضیح کول ممکن نه دي او ویلي یې دي چې په دې برخه کې امریکا لږ تر لږه د اسرائیلو په شان مجرم دی.

2158352

د ایران د  بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپل ټولنیز میډیا ایکس پاڼه  کې په خپور کړي بیان کې په فلسطین او غزه کې د بشریت ضد جرمونو ته پام اړولی.

کنعاني ویلي دي چې  په غزې کې د دغو وحشتناکو وژنو د دوام لپاره د امریکې او اسرائیلو د ملاتړو ملامتي له صهیونیسټي رژیم څخه کمه نه ده.

هغه د دې په ټینګار سره چې په فلسطین او غزې کې د خلکو درد او کړاو د بیان وړ نه دی، او  یادونه وکړه چې د ترسره شویو وژنو په وړاندې چوپ پاتې کیدل د انساني او اخلاقي مسؤلیت څخه د تیښتې په  معنی دي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۳۸ زرو فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، وژل شوي او تر ۸۶ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي اوس هم تر خاورو لاندې زرګونه مړي پراته دي، روغتونونه او تعلیمي ادارې چې خلکو پکې پناه اخیستې په نښه کیږي او ملکي بنسټونه هم ویجاړېږي.

اړوند خبرونه