د پاکستان د ازاد کشمیر د زندان څخه ۲۰ تنه زندانیان چې په منځ کې په اعدام محکومین هم وو تښتیدلي دي

د پاکستان د آزاد کشمیر سیمې د راولکوټ زندان څخه ۲۰ زندانیان تښتیدلي دي چې ۶ تنه يي د اعدام په سزا محکوم وو.

2157868
د پاکستان د ازاد کشمیر د زندان څخه ۲۰ تنه زندانیان چې په منځ کې په اعدام محکومین هم وو تښتیدلي دي

د پاکستان د آزاد کشمیر سیمې د راولکوټ زندان څخه ۲۰ زندانیان تښتیدلي دي چې ۶ تنه يي د اعدام په سزا محکوم وو.

د پاکستاني رسنیو  د راپور له مخې، په زندان کې یوه وسله وال زنداني د ډوډۍ خوړلو پر مهال له امنیتي ساتونکي څخه کیلي اخيستې او د حجرو دروازې یې خلاصې کړې دي.

په اعدام د محکومو ۶ کسانو په ګډون ۲۰ بندیان له امنیتي بې غورۍ څخه په استفادې له زندانه څخه په تیښته بریالي شوي وو.

که څه هم په دې اړه څه نه دي ویل شوي، چې دغه زنداني وسله څنګه او له کوم ځایه ترلاسه کړې، خو ویل شوي، چې یو زنداني، چې د تیښتې پر مهال له امنیتي ساتونکو سره په نښته کې ټپي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو د بندیانو د نیولو لپاره پونچ سیمې دخولي او خروجي ټولې لارې تړلي دي .

د آزاد کشمیر د اطلاعاتو سکرتر انصار یعقوب په خپل مطبوعاتي بیان کې اعلان وکړ چې د ډپټي وارډن په ګډون د زندان ۸ افسران د تحقیقاتو لپاره توقیف شوي دي.

یعقوب وویل چې د آزاد کشمیر لومړي وزیر چوهدري انوارالحق د کورنیو چارو وزیر بدر منیر هم له دندې ګوښه کړی او حکومت یې د سترې محکمې له مشر قاضي څخه د تحقیقاتو لپاره د قضايي کمیسیون جوړولو غوښتنه کړې ده.

کمیسیون به هغه افسران او مامورین چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړی او له بندیانو سره یې مرسته کړې، هغه عوامل په ګوته کوي چې د تیښتې زمینه مساعدوي او د داسې پیښو د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات وکړي.



اړوند خبرونه