په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

په ایران کې د جون په ۲۸ مه نیټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې .

2157411
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

په ایران کې د جون په ۲۸ مه نیټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې .

د اعلان شوو پایلو له مخې هیڅ یو نوماند ندی توانیدلی چې  ۵۰ جمع یو سلنه رایه ترلاسه کړي.

د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې. د ویلو ده چې په دویم پړاو کې به  د هغه دوو نوماندانو ترمنځه چې په لومړي‌ پړاو کې تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي‌ سیالي‌ وشي.

د ایران د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د اعلان شوو شمیرو له مخې د ټاکنو په لومړي‌ پړاو کې نوماندانو په لاندې ډول رایې ترلاسه کړي‌ دي.

 

۱ – مسعود پزشکیان          ۱۰ میلیونه ۴۱۵ زره ۹۹۱  رایې

 

۲ -  سعید جلیلي                ۹ میلیونه ۴۷۳ زره ۲۹۸ رایې

 

۳ -  محمد باقر قالیباب        ۳ میلیونه ۳۸۳ زره ۳۴۰ رایې

 

۴ -  مصطفی پورمحمدی.    ۲۰۶ زره ۳۹۷  رایې

 

د ویلو ده چې په ایران کې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۴۰ سلنه اعلان شوې ده.

ویل کیږي‌ په ایران کې د ۶۱ میلیونه ۴۲۵ زره ۳۲۱ تنو واجد د شرایطو د رای ورکوونکو نه یواځې ۲۴ میلیونه ۵۳۵ زره ۱۸۵ تنو د هیواد دننه او بهر رایې ورکړي‌ دي.

په دویم پړاو ټاکنو کې به چې د راتلونکې جمعې پر ورځ  د جولای په پنځمه نیټه ترسره کیږي‌ د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي‌ ترمنځه سیالي‌ وشي.



اړوند خبرونه