په ایران کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې اورلګیدنې په لسګونو تنه ووژل
په ایران کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
2060026

په ایران کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د ایراني رسنیو د خبر له مخې په ګیلان ولایت کې د په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ګیلان ولایت د والي دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې دا پیښه کې پدې مرکز کې د بخارۍ نه د پردې د اور اخیستو له امله رامنځته شوې ده .
په پیښه کې ۳۲ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي چې د ۴ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
په بیان کې راغلي دي چې دا پيښه د سهار په پنځو بجو ۴۵ دقیقو رامنځته شوې ده . دا چې اورلګیدنه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده د همدې امله د ځاني تلفاتو شمیره لوړه ده. ډیری ناروغان ویده ول.