ایران د اسرائیلو حکومت وګواښه.
ایران : داسې توغندي لرو چې اسرائیل په مستقیمه توګه ویشتلی شو

ایران د اسرائیلو حکومت وګواښه.
د ایران د دفاع وزارت ویاند رضا طلايي نیک ویلي، "نن موږ داسې توغندي لرو چې په مستقیمه توګه اشغال شوې سیمې په نښه کوي او په مستقیمه توګه به اسرائیل په نښه کړي."
دا نوی بیان د ایران او اسرائیلو تر منځ له روان کړکیچ وروسته راغلی دی. د ایران د دفاع وزارت ویاند رضا طلايي نیک ویلي، اسرائیل د ایران لپاره پوځي ګواښ دی او هېواد یې د اسرائیلو په نښه کولو واک او توان لري. طلا نیک وویل، موږ باید خپل پوځي نظام د شته ګواښونو له مخې طرحه کړو، صهیونیسټي اسرائیلي رژیم یو له دغو ګواښونو څخه دی، نن ورځ موږ په منځني ختیځ کې د دفاع په ډګر کې یو مهم هېواد ګرځېدلی یوو. له ایران پرته په سیمه کې هیڅ کوم پلان نشي عملي کیدای..موږ په ښکاره اعلان کوو چې نن مونږ په مستقيم توګه د اشغالګر اسرائیل د ویشتو توان او طاقت لرو. یو داسې توغندي لرو چې د اسرائیلو تر ولکې لاندې ځمکې به په نښه کوي او په مستقیمه توګه به اسرائیل په نښه کوي، موږ دا نوم د «حاجي قاسم» توغندیو ته ورکړ. لومړی لومړیتوب اسرائیل دی.
طلايي نیک دې ته په اشارې سره چې دوی به په سیمه کې هیڅ ډول سرحدي بدلون ته اجازه ورنکړي، وویل: «داسې کسان وو چې زموږ په سرحدونو کې د جیو پولیټیکل بدلون غوښتونکي وو، خو دوی هیڅکله ونه توانیدل چې دا کار وکړي. موږ په ښکاره توګه دا اعلان په یوه ټاکلي اساس کوو. دا اساس او ځواک د عامه دفاع او ملي ځواک پورې اړه لري."
د بله پلوه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې وویل چې د ایران د اټومي هوکړې پر وړاندې باید یو قانع کوونکی ګواښ وړاندې شي. دا غوره ده چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیول شي."