د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پوځ پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
په بنو کې د پوځ پر کاروان ځانمرګی برید شوی
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پوځ پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون پنجشنبه د اګست ۳۱ مه نیټه د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو د ولسوالۍ په جاني خیلو سیمه کې د پوځ په یو کاروان د موټر سایکل پر مټ ځانمرګی برید وشو.
په بیان کې راغلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۹ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د برید نه وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره او د ترهګرو د نورو احتمالي بریدونو او ترهګرو د نیولو په موخه عملیات پيل کړل.
په بیان کې راغلي دي چې د ترهګرو دا ډول بریدونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د پوځ د عملیاتو مخه نشي نیولی. سیمه د ترهګرو نه د پاکولو پورې به د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ پر پوځیانو دا برید غندلی دی او د پيښې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو سره يي خواخوږي ښودلې ده . هغه ویلي دي چې دا ډول بریدونه د ترهګرۍ پر خلاف د پاکستان د پوځ اراده او عزم لا پسې پياوړی کوي.
اړوند خبرونه
ایران وویل چې په امریکا کې د ټاکنو پایلې به د دواړو هېوادونو په عمومي تګلاره کې کوم بدلون رانه ولي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د کابینې له غونډې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.