ایران په دنمارک او سویډن کې پر قرانکریم د مکررو بریدونو په تړاو ددې هیواد استازي‌ احضار کړل

ایران په  ډنمارک او سویډن کې  پر قران کریم د بریدونو د  دوام په تړاو په  تهران کې د دغو هېوادونو شارژدافیران  د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل.

2027149

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې د ډنمارک او سویډن شارژدافیران چې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوي وو، هغوې ته پر قرانکریم د بریدونو او ټولو مسلمانو ګډ ارزښت ته د سپکاوي‌ له امله  د ایران اعتراضونه وړاندې شول.

ویل شوي وو چې ایران  په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم او د اسلامي سپېڅلو مقدساتو پر ضد د مکرر اقداماتو په کلکه غندنه کړې، د نوموړو هیوادونو د شارژدافیرانو ته خبرداری ورکړ چې د قرآن کریم د سپکاوي جدي عواقب او ټول مسؤلیت د سویډن او ډنمارک د حکومتونو په غاړه دي.

ډنمارک او سویډني ډیپلوماتانو ویلي چې دوی به خپلو هیوادونو مقاماتو ته د ایران اعتراضونه ورسوي.

پيوندونه: #سویډن , #ایران , #ډنمارک

اړوند خبرونه