په ایران کې په زیارت د وسله وال برید له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ایران د شیراز په ولایت کې د شاهچراغ په زیارت د وسله وال برید په نتیجه کې د زیات دوه تنه خادمان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ایران د شیراز په ولایت کې د شاهچراغ په زیارت د وسله وال برید په نتیجه کې د زیات دوه تنه خادمان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د شیراز ولایت امنیتي مقاماتو رسنیو ته ویلي دي چې نن یکشنبه د زمري ۲۲ مه نیټه د ماسخوتن په ساعتونو کې یو تن ترهګر د شاهچراغ پر زیات وسله وال برید وکړ چې په نتیجه کې دوه تنه د زیارت خادمین مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي مقاماتو ویلي دي چې یو تن ترهګر چې کلاشینکوف ټوپک يي په لاس کې وو زیارت ته د ننوتو سره سم يي د زیارت په خادمینو او زیارت کوونکو په ډزو پيل وکړ.
د فارس د ولایت د سپاه پاسداران قومندان رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې ترهګر نیول شوی دی . د ترهګر نه یو میل کلاشینکوف او ګنشمیر مهمات نیول شوي دي.
د فارس ولایت د لوی څارنوالۍ رئیس خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نیول شوي ترهګر نه تحقیقات دوام لري. اوضاع تر کنټرول لاندې ده او امنیتي ځواکونه سیمه کې مستقر شوي دي.
د بله پلوه ځیني رسنیو ویلي دي چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د نوموړي هیواد د کورنیو چارو وزیر او د فارس د والي سره د پیښې په اړه معلومات اخیستي دي او ددې پيښې د معلومولو په خاطر د ټولو امکاناتو نه د کار اخیستو هدایت کړی دی.
د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې امنیتي ځواکونو په لخپل وخت او ډیر چټکه مداخله وکړه او د سترې فاجعې مخه يي ونیوله.
د ویلو ده چې یو څه موده مخکې هم په په همدې زیارت وسله وال برید شوی وو چې له امله يي ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.