شهباز شریف : د پاکستان د ائتلافي حکومت نیټه په اګست میاشت کې پایته رسیږي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي  چې ایتلافي حکومت خپلې دندې موده د بشپړولو وروسته به د حکومت موقت حکومت ته وسپاري.

2011313
شهباز شریف : د پاکستان د ائتلافي حکومت نیټه په اګست میاشت کې پایته رسیږي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي  چې ایتلافي حکومت خپلې دندې موده د بشپړولو وروسته به د حکومت موقت حکومت ته وسپاري.

د جيو نيوز ټلوېزيون د خبر له مخې نواز شريف په يوه بيان کې ويلي، چې د ايتلافي حکومت موده د اګست په مياشت کې پای ته رسېږي.

شریف ویلي چې پارلمان به د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې منحل شي او د هېواد د واکمنۍ مسوولیت به موقت حکومت ته وسپارل شي.

لومړي وزیر شهباز شريف د چارشنبې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې يوې غونډې ته وينا کې ويلي وؤ چې دائتلافي حکومت واک نیټه   د اگست په ١٤مه ختميږي.

د دې په یادولو سره چې د عمومي ټاکنو نیټه به د ټاکنو کمیسیون لخوا اعلان شي، شریف وویل چې ټاکنې به د اکتوبر یا نومبر په میاشت کې ترسره شي.

په پاکستان کې عمومي انتخابات د ملي اسمبلۍ تر ختمېدو وروسته په ۶۰ ورځو کې ترسره کېږي. خو که حکومت د خپلې دورې له پای ته رسېدو مخکې ملي شورا منحل کړي، د پارلمان له منحلېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې عمومي ټاکنې کېږي.

ایتلافي حکومت دمخه اعلان کړی و چې عمومي انتخابات او ایالتي انتخابات به د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۸ نیټه په ورته ورځ ترسره شي.



اړوند خبرونه