ایران د دوه زره کیلومترو په واټن خپل نوی بالستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د خیبر خرمشهر ۴ په نوم د منځني واټن ویشتونکی توغندی د لوړ پوړو پوځي چارواکو په ګډون په پلازمینه تهران کې معرفي شو.

د خیبر د مایع تیلو بالستیک توغندی چې له ځمکې څخه تر ځمکې پورې دوه زره کیلومتره واټن ویشتلی شي، ۱۵۰۰ کیلو ګرامه سرګلولې لیږدولی شي.
دولتي ټلویزیون هم د توغندي د توغولو او بیا پر هدف د لګېدلو تصویرونه خپاره کړل.
د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني چې په دې مراسمو کې حاضر و، وویل چې دا بالستیک توغندی د خرمشهر توغندیو له کورنۍ څخه دی چې د هغه هیواد لخوا جوړ شوی دی.
اشتیاني وویل، دغه توغندی خورا لوړ تخریبي ځواک لري او د مختلفو وسلو د لېږدولو وړتیا لري.
اړوند خبرونه

ایران اعلان وکړ که چېرې اروپا ته طبیعي ګاز صادر کړي، دا به د تورکیې له لارې ممکن وي.
ایران : که چیرې اروپا ته ګاز صادر کړي ، دا به د تورکیې له لارې وکړي