ایران د سعودي عربستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا عنایتي په ریاض کې د ایران د نوي سفیر په توګه وټاکل شو.

ایران د سعودي عربستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا عنایتي په ریاض کې د ایران د نوي سفیر په توګه وټاکل شو.
د ایران د قضایه قوې د خپرونو ادارې د میزان خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلیدو وروسته عنایتي په ریاض کې د ایران د سفیر په توګه وګومارل شو.
عنایتي تر دې وړاندې په کویټ کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.
ریاض او تهران د مارچ په لسمه نېټه د چین په پلازمېنه بېجینګ کې له اووه کلن ځنډ وروسته د دوو میاشتو دننه د ډیپلوماتیکو اړیکو پر بیا پیلولو موافقه وکړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او د هغه د سعودي عربستان سيال فيصل بن فرحان هم د اپريل په شپږمه نېټه په بېجينګ کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو د سفارتونو پر پرانيستلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د بيا پيلولو او د ويزو د اسانتيا په اړه يې موافقه وکړه.
عبداللهیان د مې په یوولسمه په خپله وینا کې وویل چې سعودي عربستان دوی ته د تهران سفیر ور معرفي کړی او په لنډ وخت کې به په ریاض کې د ایران د سفیر د ټاکل کېدو خبر هم ورکړي.
د ویلو ده چې د اوږدو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ایران نه سعودي عربستان ته په لوړه کچه سفر وشو. د ایران د اقتصادي وزیر احسان خاندوزي په مشرۍ یو هیئت د مې په ۱۱ نیټه د سعودي عربستان د جدې ښار ته سفر وکړ.
اړوند خبرونه

ایران اعلان وکړ که چېرې اروپا ته طبیعي ګاز صادر کړي، دا به د تورکیې له لارې ممکن وي.
ایران : که چیرې اروپا ته ګاز صادر کړي ، دا به د تورکیې له لارې وکړي