د پاکستان په هنګو کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو ښار کې وسله والو په برید کې ۶ تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو ښار کې وسله والو په برید کې ۶ تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د هنګو ښار د پولیسو د مشر عرفان خان له قوله لیکلي دي چې نږدې ۵۰ تنو ترهګرو د هنګو په ښار کې د پاکستان د نفتو او ګازو د کمپنۍ په یوې څانګې برید وکړ.
هغه ویلي دي چې ترهګرو د شپې د نیمايي نه وروسته په میانجي خیل په سیمه کې د نفتو او ګازو په مرکز برید وکړ. د برید نه وروسته نښته پیل شوه .
د برید او نښتې په نتیجه کې ۴ تنه پوله ساتي ځواکونه او دوه تنه د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه وویل کله چې امنیتي ځواکونه د پيښې ځای ته ورسید ترهګرو د شپې د تورتم نه په ګټې اخیستو د پيښې د ځای نه په تیښته بریالي شو.
پولیسو او امنیتي خواکونو د ترهګرو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د پيښې د قربانیانو مړي په سیمه کې پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.
اړوند خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ایران په یزد ښار کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.