په ایران کې د چارشنبې سوري په لمانځونو کې ۲۶ تنه مړه او ۴۳۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي
په ایران کې د هجري شمسي کال د وروستۍ چهارشنبې په شپه « چهارشنبه سوري» د لمانځونو په ترڅ کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۳۶۸ تنه ټپیان شوي دي .

په ایران کې د هجري شمسي کال د وروستۍ چهارشنبې په شپه « چهارشنبه سوري» د لمانځونو په ترڅ کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۳۶۸ تنه ټپیان شوي دي .
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د ایران د بیړنیو حالاتو د مرکز مشر جعفر میعادفر د چارشنبې سوري د لمانځونو پر مهال په رامنځته شوو پیښو کې د مرګ ژوبلې شمیره اعلان کړه. هغه وویل چې د تیرې میاشتې له پیله تر اوسه په تبریز، تهران، همدان، اورمیه ، قزوین او فارس په ولایتونو کې د د "چهارشنبه سوري" د لمانځونو په ترڅ کې په رامنځته شوو پیښو کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښو کې ۴۳۶۸ کسان ټپیان شوي . د میعادفر په وینا د چارشنبې سوري په لمانځونو کې د ټپیانو شمیر د تیر کال په پرتله ۲۲ سلنه لوړ شوی دی.
په ایران کې د نوي کال (نوروز) په مناسبت د وروستۍ چهارشنبې په شپه په جشنونو کې په ځانګړې توګه ماشومان او تنکي ځوانان د اورونو نه ټوپونه وهي او هوايي فشنګونه او پټاقۍ الوزوي. د ویلو ده چې هر کال په ایران کې د چارشنبې سوري په لمانځونو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوړي.