ایران کې د چارشنبې سوري په مراسمو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ایران کې د هجري شمسي کال د وروستۍ چهارشنبې په شپه د « چهارشنبه سوري » د لمانځنې د تیاریو په ترڅ کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵۳ تنه ټپیان شوي دي .

په ایران کې د هجري شمسي کال د وروستۍ چهارشنبې په شپه د « چهارشنبه سوري » د لمانځنې د تیاریو په ترڅ کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵۳ تنه ټپیان شوي دي .
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د ایران د بیړنیو حالاتو د مرکز مشر جعفر میعادفر اعلان وکړ چې د تیرې میاشتې له پیله تر اوسه په تبریز، تهران، همدان، اورمیه او قزوین ښارونو کې د د "چهارشنبه سوري" جشنونو لپاره چې د کال په وروستۍ چهارشنبه شپه ترسره کیږي د تیارو په وخت کې په رامنځته شوو پیښو کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښو کې ۳۵۳ کسان ټپیان شوي . د میعادفر په وینا د ټپیانو نه د ۴۹ تنو روغتیايي حالت ښه ندی او ۶ تنه يي د بیړني مراقبت په ځانګړي واټ کې تر درملنې لاندې قرار لري.
پدې پیښو کې ۵۱ کسانو د خپل وجود غړي د لاسه ورکړي، ١٣٠ کسانو سوځیدلي او ٨٦ کسانو زیان لیدلی . د ايران چارواکيو په وینا ، تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په پلازمېنه تهران کې ثبت شوې ده.
په ایران کې د نوي کال (نوروز) په مناسبت د تیرې چهارشنبې په شپه په جشنونو کې په ځانګړې توګه ماشومان او تنکي ځوانان د اورونو نه ټوپونه وهي او هوايي فشنګونه او پټاقۍ الوزوي. د ویلو ده چې هر کال په ایران کې د چارشنبې سوري په لمانځونو کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوړي.