ایران د روسیې نه تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکې وپیرودې
ایران اعلان وکړ چې د روسیې نه د سوخوی- سو ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پيریدو بهیر بشپړ شوی دی.

ایران اعلان وکړ چې د روسیې نه د سوخوی- سو ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پيریدو بهیر بشپړ شوی دی.
د ایران دولتي ټلویزیون په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران د دایمي استازیتوب له قوله لیکلي دي چې له روسیې څخه د سو ۳۵ ډوله الوتکو د اخیستلو لړۍ نهايي شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې په ۱۹۸۸ کال کې د ایران او عراق تر منځ له جګړې وروسته ایران ځینو هېوادونو ته د جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنه وکړه او روسیې هم دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو له خوا پر ایران د ۲۰۰۷ کال د اکټوبر په میاشت کې د وسلو بندیز لیرې شو، له روسیې څخه د Su-35 الوتکو د اخیستلو هڅې پیل شوې او بالاخره د جنګي الوتکو د تدارک بهیر بشپړ شو.
په راپور کې دا معلومات نه دي ورکړل شوي چې د ا تړون کله پای ته رسیدلی او ایران د روسیې نه څومر سو ۳۵ ډوله جنګي الوتکې اخیستي دي.
د دغه هیواد د رسنیو د خبر له مخې ایران به لومړی له روسیې څخه ۲۴ سو ۳۵ ډوله جنګي الوتکې وپيري.
په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو او جرمني ترمنځ د لاسلیک شوي اټمي موافقې له مخې، د وسلو نړیوال بندیز چې د ۱۳ کلونو لپاره نافذ و او پر ځینو ایراني چارواکو د سفر نړیوال بندیز په ۲۰۲۰ کال کې لیرې شو.