د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: پاکستان د بحرانونو په توپان کې راګیر شوی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اقتصادي بحران، د تیر کال د سیلابونو پایلو او د ترهګرۍ ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې هیواد یې د بحرانونو په یوه توپان کې راګیر شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اقتصادي بحران، د تیر کال د سیلابونو پایلو او د ترهګرۍ ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې هیواد یې د بحرانونو په یوه توپان کې راګیر شوی دی.
زرداري له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې وویل چې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) له پاکستان سره عادلانه چلند نه کوي. اسلام اباد له افغانستانه د لویدیځ له وتلو وروسته د ۱۰۰۰۰۰ نویو کډوالو او د تروریستي فعالیتونو د ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې پاکستان د د پیسو د نړۍوال صندوق د وروستیو ۲۳ پروګرامونو برخه ده خو یواځې د ساختماني مالیاتو اصلاحات نه دي ترسره کړي."په داسې حال کې چې موږ په ۲۰۲۲ کال کې د رامنځته شوو سیلابونو د اقلیمي ناورین سره مخ وو ، موږ څه ډول ساختماني مالیاتو کې اصلاحات رامنځته کړی وی، ایا اوس واقعیآ ددې کوچنیو نیمګرتیاوو د پوښتنې مناسب وخت دی؟
هغه وویل چې حکومت د ټیټ عاید لرونکو خلکو سره چې کورونه او ځمکې یې په سیلابونو کې اوبو ته وړي د مرستې کولو لپاره پیسو ته اړتیا لري ، خو د پیسو نړیوال صندوق بیا موږ ته د پور راکولو د مذاکراتو موده وغځوله.
زرداري په هیواد کې روان اقتصادي بحران، د تېر کال د سېلابونو پايلو او د ترهګرۍ ستونزې ته په اشارې سره وويل، هېواد يې د بحرانونو د توپان په منځ کې ګیر پاتې دی.
زرداري وویل چې د کوویډ-۱۹ پراخې وبا ناروغۍ اغیزو، په افغانستان کې د طالبانو د کنټرول، انفلاسیون او د اکمالاتو په ځنځیرونو کې د ګډوډۍ له اغیزو سره سره، پاکستان له اقتصادي پلوه په خپو ولاړ وو او ولاړ دی ؛ خو تېر کال سېلابونو کې ١٧٣٩ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې له ٣٠ ميليارده ډالرو څخه ډېر زيان اړولى دى.
زرداري دې ته په اشارې سره چې پاکستان له خپلو ګاونډیانو سره په ډیپلوماټیک ډګر کې یو لړ ستونزې لري، له هند سره دوه اړخیزې ستونزو، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او تراژیدیو او له ایران سره د بندیزونو له امله د سوداګرۍ ګډوډیدو نه یادونه وکړه.
زرداري زیاته کړه چې پاکستان له چين سره ډيرې سالمې اقتصادي اړيکې لري، او ټينګار يي وکړ چې دغه حالت د جيو پوليټيکل پيښو د پايلو له امله پام ځانته اړولى دى.
زرداريد چین لخوا پاکستان سره د یو عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو مرستې په اړه خوښي وښودله او وویل چې د چین حکومت د پورونو ځنډولو یا اقتصادي مرستې ورکولو سره د پاکستان ملاتړ کوي.
زرداري د دې په څرګندولو سره چې هغه د دې وضعیت په اړه اندیښمن نه دی، وویل، "موږ مرستې او ملاتړ ته اړتیا لرو چې هر ځای یې وموندل شي."
زرداري امریکا او روسیې سره د اړیکو په اړه وویل چې دوی غواړي د روسیې په ګډون د هرچا سره په ګډه کار وکړي ترڅو د دوی د انرژي اړتیاوې پوره کړي .
زرداري د دې خبرې په څرګندولو سره چې له ايران څخه پاکستان ته د طبيعي ګازو نل ليکه بايد په عادي شرايطو کې بشپړه شوي وای خو "له بده مرغه، زه فکر نه کوم چې دا به د جيو پوليټيکي ستونزو له امله په نږدې راتلونکي کې ترسره شي."
زرداري له امریکا سره د اقلیم، روغتیا، ټیکنالوجۍ او سوداګرۍ په اړه خبرو ته په اشارې سره وویل چې دوی د واشنګټن له ادارې سره په سالم ډول روان دي.
زرداري دې ته په اشارې سره چې د کابل له سقوط مخکې او وروسته په طالبانو باندې د پاکستان نفوذ په مسئله کې تل مبالغه شوی ده. زرداري وویل چې پاکستان له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ښځو د تعلیم او کار د حق په اړه د خبرو اترو په خاطر اړیکو ته اهمیت ورکوي.
زرداري په دې خبرې په ټینګار سره چې پاکستان غواړي طالبان د ټولو هغو ترهګرو ډلو پرضد اقدام وکړي چې له القاعدې او داعش پورې تړلي دي، هغه دا هم وویل چې طالبان چې دایمي پوځ، د ترهګرۍ ضد ځواک او د پولو د مدیریت موثر سیسټم نه لري، پوښتنې راپورته کوي. د دې سازمانونو سره د مبارزې توان په برخه کې پوښتنې پیدا کړي دي. زرداري وویل چې لویدیځ باید له طالبانو سره دې اړېکې وساتي ، لوېديځ هېوادونه د افغانستان سره بشري مرستې جاري وساتي.